له دې امله، چې نن له غرمې وروسته د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د څرخي پله په سېمه کې د جعلي انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر ودانۍ باندې د اسلامي امارت د سر سپارلو مجاهدینو له لورې پراخ بریدونه پيل شوي، د کابل رژيم ډارنو چارواکو په هوايي ډګر کې د الوتکو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.
د کابل هوايي ډګر په اصطلاح عمومي مسؤل یعقوب رسولي څو شیبې وړاندې رسنیو ته وویل،چې هوايي ډګر یې د راکټي برید د خطر او الوتکو ته د زیان نه اوښتو د مخنیوي لپاره بند کړی دی.
د نوموړي په وینا، دوی غوښتل چې د الوتکو تګ راتګ د دوو ساعتونولپاره بند کړي خو څرنګه چې د جګړې سیمه هوايي ډګر ته نژدې ده او جګړه لا هم په شدت سره روانه ده، نو تر نامعلوم وخته پوري یې هوايي ډګر بند کړی دی.
افغانستان